د TT (پیسو انتقال) او اړینو لومړنیو توکو واردولو د اسانتیاوو ناسته ترسره سوه

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۷/۷ - ۱۱:۴۰
د TT (پیسو انتقال) او اړینو لومړنیو توکو واردولو د اسانتیاوو ناسته ترسره سوه

د افغانستان داسلامي امارت د کابینې د مجلس له پریکړي سره سم، په مالیې وزارت کي، د رئیس الوزراء د مرستیال مولوي  عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ  د وزیرانو، د افغانستان بانک د رئیس ،مرستیال ، د مالیې وزارت د مرستیالانو او اړوندو مسؤولینو په ګډون دTT (د پیسو لیږد) او افغانستان ته د اړینو توکو د تولید لپاره د لازمو آسانتیاوو برابرولو په موخه په مالیې وزارت کي غونډه تر سره شوه

په دغه غونډه کې د افغانستان بانک لخوا یوه طرحه او د اړینو لومړنیو خوراکي او طبي توکو لست برابر کړی تر څو افغانستان ته یې د واردولو لپاره لازمي آسانتیاوي برابري شي، همداراز  پریکړه وشوه تر څو یاد لست د صنعت او معادنو له خوني سره شریک او د داخلي فابریکو د خامو موادو سربیره، نور اړین لومړني توکي هم لست کې شامل شي او په هېواد کي د ننه د خوراکي او طبي توکو د کمښت ستونزه هواره او د نرخونو د لوړېدو مخنیوی وشي.

همدارنګه پریکړه وشوه چي د افغانستان بانک او ټول اړونده ارګانونه به د بانکونو د ستونزو د هوارولو لپاره هڅه کوي تر څو ټولی ستونزي په ښه توګه هواري شي. همدارنګه د داخلي فابریکو د لا تقویې او ملاتړ لپاره هر ډول لازمې هڅې په داسي توګه کیږي چي په هېواد کي د ننه، د توکو نرخونه هم کنترول او له لوړېدو یې مخنیوی وشي.

په دغه ناسته کې یوشمېرسوداګرو په حیرتان بندر کي د ځینو ستونزو یادونه وکړه او د مالیې وزارت ژمنه وکړه تر څو یادي ستونزې ژرترژره  هواري کړي. همدارنګه بهرنیو تخنیکي کارګرانو ته د افغانستان د ویزې د تمدید او د افغانستان صادراتو لپاره د لازمو تدابیرو او آسانتیا وو اړوند هم لازمي لارښوني وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS