راستنېدونکو صنعت کارانو، سوداګرو او پانګه والو ته د اسانتیا برابرولو کمېټې پر کړنلار غونډه وکړه

reza_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۷:۴۰
راستنېدونکو صنعت کارانو، سوداګرو او پانګه والو ته د اسانتیا برابرولو کمېټې پر کړنلار غونډه وکړه

شنبه مورخ ۱۹ ربیع الثانی ۱۴۴۵ / ۱۳ لړم ۱۴۰۲

د صنعت او سوداګرۍ د مرستیال وزیر مولوي قدرت الله جمال تر مشرۍ لاندې راستنېدونکو صنعت کارانو، سوداګرو او پانګه والو ته د اسانتیا برابرولو کمېټې غړو پر کړنلار د بحث په موخه ناسته وکړه.

دې ناسته کې چې د اړوندو وزارتونو او ادارو غړو استازیو برخه اخیستې وه، د دې کمېټې د کړنلارې مسوده بند پر بند تشریح او تصحیح شوه.

ټاکل شوې چې یاده کمېټه په نږدې راتلونکې کې عملاً ګام پورته کړي، چې په وسیله به یې راستنېدونکو صنعت کارانو، سوداګرو او پانګه والو ته د فعالیت برخه کې اسانتیاوې او مناسبه زمینه برابره شي.

دا کېمټه چې مشري یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست وزیر الحاج نورالدین عزیزي پر غاړه ده، پکې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، کډوالو او راستنېدونکو چارو، مالیې او کورنیو چارو وزاتونو، د استخباراتو لوی ریاست او مرکزي بانک استازي غړیتوب لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS