سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرتابه سره لیدنه

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۷/۶ - ۱۰:۵۳
سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرتابه سره لیدنه

دوشنبه: دتلې ۵ مه ۱۴۰۰

دصنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیرښاغلي نورالدین عزیزي د سوداګرۍ او پانګونې خونې له یو شمیره غړو سره د یاد وزارت د غونډو په تالار کې ولیدل.

په دې لیدنه کې دسوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه ښاغلي عزیزي ته د نوې دندې مبارکې وویله او د ااا له مشرتابه څخه یې د صنعت او سوداګرۍ د وزیر په توګه دیو سوداګر له ټاکل کیدو مننه وکړه.

نوموړو سوداګرو دا وزارت د ټولو سوداګرو ګډ کور وباله د هغوی د فزیکي امنیت،اومه توکو پروړاندې دشته ستونزو دحل په موخه د وزارت د همکارۍ غوښتونکي شول.

ښاغلي عزیزي وویل چې سوداګر زموږ  د هیود ملي شتمني ده، زیاته یې کړه چې د ریس الوزراء د لومړی مرستیال په مشرۍ ځانګړی کمیسیون جوړ شوی په اړونده چارو په جدي توګه کار کوي.

نوموړي زیاته کړه د ااا د هیوادوالو او سوداګرو ستونزو ته متوجه دی ،زموږ پالیسي داده چې د نړۍ له هیوادونو سره سیاسي ،اقتصادي او  سوداګریزو اړیکې پراخه او شته ستونزې ژر حل شی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS