له دوو بهرنیو موسسو سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
دوشنبه ۱ شعبان المعظم ۱۴۴۵ / ۲۳ سلواغه ۱۴۰۲
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ژغورنې د نړیوالې کمېټې او د افغانستان لپاره د فیزیوتراپي او د افغانستان لپاره د بیارغونې د مرستو له موسساتو سره جلا جلا هوکړه لیکونه لاسلیک کړ.
ټاکل شوې چې یاد دواړه موسسات له دغه وزارت سره په همغږۍ په کابل، ننګرهار او بامیان ولایتونو کې د خصوصي سکټور له خوا د افغان کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا پروګرام تر سرلیک لاندې نږدې یو نیم میلیون ډالرو په ارزښت ګډه پروژه پلې کړي.