له یو تن افغان سوداګر سره لیدنه

anwar_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۱۵:۵۴
له یو تن افغان سوداګر سره لیدنه

دوشنبه ۲۵ ذوالقعدةالحرام ١۴۴۵/  ۱۴ غبرگولی ١۴٠٣

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي قدرت الله جمال له يو افغان سوداګر ډاکټر محمد نذير احمدزي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

 ښاغلي جمال په خپلو خبرو کې افغان سوداګر وستايل او زياته يې کړه چې اسلامي امارت ژمن دي چې ټولو سوداګرو ته بالعموم او خپلو افغان سوداګرو ته بالخصوص ټول ممکنه امکانات اوآسانتیاوي برابرې کړي او په واک کې  يې ورکړي.

همدا راز افغان سوداګر ښاغلي ډاکټر نذير احمدزی وویل: څرنګه چې په افغانستان کې امنیت تامين  او یوه واحده اداره رامنځ ته شوی کوم چې  اقتصادې ودې او بیارغونی ته يې زیاته پاملرنه کړې ده  غواړي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

نوموړې زیاته کړه  يو شمير بهرني تجاران شته  چې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي.

ښاغلي احمدزي په لغمان ولايت کې نږدې(۱۰۰۰) زر جريبه ځمکه کې د کرنې او باغدارۍ چارې پیل کړي کوم چې  د هیواد یو زیات  شمير ګړو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS