په استانبول کې د حلالو توکیو نندارتون
ټاکل شوې ده چې "د ۲۰۲۴ کال د استانبول نړیوال نندارتون" د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د نوامبر له ۲۷ مې تر ۳۰ مې نېټې چې د ۱۴۰۳ لمریز کال د قوس(لیندۍ) له شپږمې تر نهمې سره سمون خوري، د ترکیې هېواد په استانبول ښار کې جوړ شي. د ګډون بستې د دغه موارد له ځان سره لري:
د غرفې لرونکې بستې بیه ۶۰۰۰ یورو ده چې پکې دوه ګډون کوونکي، ۹ متره مربع غرفه، یوه پایه میز، درې پایې چوکۍ، د شرکت نوم، په هوټل کې څلور ورځې هستوگنه، له هوټل څخه د نندارتون ځای ته او پر عکس یې ترانسپورټ، په مجلسونو او کنفرانسونو کې د ګډون حق، پکې شاملیږي.
د لیدونکي د بستې بیه ۱۵۰۰ یورو ده چې په هوټل کې څلور ورځې هستوګنه،له هوټل څخه د نندارتون ځای ته او پر عکس یې ټرانسپورټ، په مجلسونو او کنفرانسونو کې د ګډون حق پکې شامل دی.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره کولای شئ لاندې ادرس ته مراجعه وکړئ (www.halalexpo.com.tr)
د یادونې وړ ده چې پورته یاد شوي لګښتونه د ګډون کوونکو پر غاړه دي.