په خوست ولایت کې د اپټا تړون د تعدیل په اړه مشورتي ناسته

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۳ - ۷:۵۱
په خوست ولایت کې د اپټا تړون د تعدیل په اړه مشورتي ناسته

 چهارشنبه: د چنګاښ ۲مه ۱۴۰۰ 

د افغانستان - پاکستان  ترمنځ د ټرانزیټي او سوداګریز تړون (اپټا) د تعدیل په اړه مشورتي ناسته،د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  ښاغلي محمد سلیمان بن شاه،د خوست والي او د هیواد سویل ختیځ ولایاتو دخصوصي سکتوراستازو په ګډون په انلاین ډول ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې دصنعت او سوداګریزوچارومرستیال ښاغلي محمد سلیمان بن شاه وویل چې دغه وزارت  دولسمشرۍ د مقام په ملاتړ سره د افغانستان - پاکستان ترمنځ د ترانزیتې او سوداګریز تړون (اپټا) د تعدیل په هکله دخصوصي سکتور سره په مشوره بوخت دی او  د صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره  د خصوصي سکتور نظریات او مشوره خورا مهمه ده چې په دې سره به د دواړو هیوادونو او سیمې ترمینځ د ترانزیت - سوداګرۍ نوی فصل پرانستل شي چې دا د افغانستان د ترانزیت او سوداګرۍ لپاره به  خورا ګټوره پایله ولري.

په دې ناسته کې د خوست والي، د خصوصي سکتور استازو او د دې وزارت رئیسانو هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ د اپټا تړون کې د تعدیلاتو پرمختګ په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر دې وړاندې په کندهار او ننګرهار ولایاتو کې هم د خصوصي سکتور له استازو سره غونډې نیولي وي، چې نږدې راتلونکي کې به دهرات او بلخ ولایتونو دخصوصي سکتور له استازو سره هم ورته ناستې ترسره شي.

 دا مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت تخنیکي ډله د جمهوری ریاست د حقوقي واحد په همکارۍ د پاکستان د سوداګرۍ وزارت دتخنیکي ډلې سره د اپټا تړون د تعدیل په هکله په خبرو بوخت دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS