په کابل کې د پاکستان د اسلامي جمهوریت له سفیر سره د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر لیدنه

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۷/۱۳ - ۸:۵۰
په کابل کې د پاکستان د اسلامي جمهوریت له سفیر سره د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر لیدنه

شنبه د تلې ۱۰ مه  ۱۴۰۰

 د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي د پاکستان له سفیر ښاغلي منصور احمد خان سره د خپل کار په پنجشنبه کی په دفتر کې وکتل.  په دې ناسته کې ، د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت اړوند بیلابیل مسايل او د اقتصادي اړیکوپه  پراختیا او پیاوړتیا کې د شته ستونزو په اړه بحث وشو.

 د پاکستان د اسلامي جمهوریت سفیر د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په توګه ښاغلي نورالدین عزیزي ته د ټاکل کیدو  مبارکي وویله اوپه دندو کې ورته د بریا هیله وکړه

ښاغلي سفیر زیاته کړه چې افغانستان او پاکستان اوږدمهاله مذهبي ، تاریخي او کلتوري اړیکې لري او د تاریخ په اوږدو کې د دواړو هیوادونو خلکو د ورورولۍ په فضا کې سره ژوند کړی دی.

 ورپسې ، ښاغلي عزیزي د پاکستان اسلامي جمهوریت سفیر ته ښه راغلاست ووایه زیاته يې کړه،چې دافغانستان، نړۍ اوپه ځانګړي ډول د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټي اړیکو پراختیا د دغه وزارت لومړیتوبونو څخه شمیرل کیږي.

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر زیاته کړه چې دا مهال د افغانستان او پاکستان ترمینځ ځینې  سوداګریزې ستونزې او ننګونې شتون لري چې د دواړو هیوادونو ترمینځ د سوداګرۍ حجم ډیروالی په برخه کې یې خنډ رامنځته کړی دی تمه کیږي چې د پاکستان اسلامي جمهوریت به لخوا د یادو خنډونو د لمنځه وړلو لپاره  اړین اقدامات ترسره شي.

 د غونډې په بهیرکې د پاکستان اسلامي جمهوریت سفیر هیله څرګنده کړه چې د دواړو هیوادونو ترمینځ د سوداګرۍ کچې لوړولو لپاره د اپټيکا خبرو اترو نهم پړاو تخنیکي ناسته به ستونزې په بنسټیز ډول حل کړي

نوموړي زياته يې کړه چې د دې ننګونو بنسټیز حل پورې ، پاکستان چمتو دی ترڅو دیادو ستونزو حل په موخه لازمې  اسانتیاوې برابرې کړي او ستونزو د حل لپاره اړین ګامونه پورته کړی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS