په کندهار کې دپنبې دتولیداتو زیاتوالی

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۱ - ۱۵:۳۹
په کندهار کې دپنبې دتولیداتو زیاتوالی

یکشنبه: دلړم ۱۱ مه ۱۳۹۹

دهېواد په لویديځ کندهار ولایت کې دپنبې دکرکيلې دډېرېدو له کبله، هغو شرکتونو چې دپنبې دبسته بندۍ،دپنبه دانې دغوړیو، کنجاړې او صابون په تولید کې کار کوي، په خپلو تولیداتو کې زیاتوالی راوستلی دی.

اوسمهال دکندهار ولایت په شوراندام صنعتي پارک کې لږترلږه ۲۰ شرکتونه چې دخصوصي سکتوردپانګوالو پرمټ فعالیت کوي، دپنبې دبسته بندۍ، دپنبه دانې دغوړیو، کنجاړې او صابون دتولید په برخه کې فعالیت کوي.

دیادونې وړ ده چې ددوی دغه تولیدات په کور دننه،په کنداهر، هلمند، غزني، زابل او کابل ولایتونوکې پلورل کیږي، چې چمتو شوې پنبه بیا ګاونډي هېواد پاکستان ته هم صادریږي.

دغه شرکتونه چې خپل خام مواد دهلمند، فراه،کندهاراو زابل ولایتونوله کرنیزو ځمکو څخه ترلاسه کوي، کابو ۱۰۰۰تنو ته یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول دکار زمینه برابره کړې ده.

همداراز دهېواد په لویدیځ کې دپنبې دکرکیلې دډېرېدو له کبله، هغو شرکتونو چې په دې برخه کې فعالیت درلود، دخپلې لومړنۍ پانګونې په پرتله یې اوس په خپله پانګونه کې تریو میلیون امریکایي ډالرو پورې زیاتوالی راوستلی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۵:۳۴
Background image

د هېواد د صنعت کارانو ستونزې واوریدل شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوی احمدالله زاهد، نن دوشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د لیندۍ (قوس) په پنځمه د افغانستان د صنایعو او معادنو خونې له مرستیال محترم سخی‌احمد پیمان،

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۹:۳۷
Background image

په کابل کې د ترکیې له سفیر سره کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي، په کابل کې د ترکیې له سفیر محترم "جنک اونال" سره لیدنه وکړه.

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۹:۲۲
Background image

د خاص اقتصادي زون د جوړولو لپاره په بلخ ولایت کې د دوه زره جریبه ځمکې تثبیت

د ا.ا.ا. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په دوام، پداسې حال کې چې د یاد ولایت د والي مرستیال محترم مولوي نورالهادی

BACK TO NEWS