دهېواد دمحصولاتو لپاره به په جدي ډول بازار موندنه تر سره شي

yonus_shafaq
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲ - ۱۵:۱۵
دهېواد دمحصولاتو لپاره به په جدي ډول بازار موندنه تر سره شي

شنبه: دکب ۲مه ۱۳۹۹

دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني په بهر هېوادونو کې ددغه وزارت له میشتو اتشو سره دیوه ویډیو کنفرانس له لارې وویل چې دنړۍ او سیمې په هېوادونو کې د افغاني محصولاتو لپاره به په بازارموندنه جدي کار تر سره شي.

ښاغلي غوریاني له سوداګریزو اتشو څخه غوښتنه وکړه چې په هر هېواد کې دنده تر سره کوي باید دافغاني محصولاتو لپاره بازار موندنه وکړي، تر څو په راتلونکي کال کې دافغاني صادراتو کچه لوړه شي.

په دغه ویډیویي کنفرانس کې په بهرنیو هیودانو کې میشتو اتشو ته دبازارموندنې تګلاره هم معرفي شوه او ښاغلي غوریاني یې پر پلي کیدو ټینګار وکړ.

دیادونې وړ ده چې دصنعت او سوداګرۍ وزارت دسیمې او نړۍ په هېوادونو کې سوداګریزې اتشې ګمارلي او دهغوی دنده داده چې دتولیدي محصولاتو لپاره بازار موندنه وکړي او تر څنګ یې دپانګونې پر راجلبولو کې هم فعالیت تر سره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۶:۷
Background image

د جلغوزې د تولید، پروسس او صادراتو سکتور لپاره یوه واحده اتحادیه جوړیږي

د ا.ا.ا. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي په هېواد کې د جلغوزې د تولید او صادراتو سکتور له غړیو څخه د ملاتړ، د دې سکتور

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۵:۴۲
Background image

په افغانستان کې پانګونې ته د ایران د خصوصي سکتور لیوالتیا

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي نن غرمه د ایران د اسلامي جمهوریت د خصوصي

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۹:۳۰
Background image

د افغانستان او آذربایجان تر مینځ د سوداګریزې او اقتصادي راکړې ورکړې پر زیاتوالي خبرې وشوې

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي نن سه شنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د سلواغې(دلوې) په دوهمه

BACK TO NEWS