د افغانستان او آذربایجان تر مینځ د سوداګریزې او اقتصادي راکړې ورکړې پر زیاتوالي خبرې وشوې

anwar_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۹:۳۰
د افغانستان او آذربایجان تر مینځ د سوداګریزې او اقتصادي راکړې ورکړې پر زیاتوالي خبرې وشوې

سه شنبه ۲۰ رجب المرجب ۱۴۴۶ / ۲ سلواغه ۱۴۰۳

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي نن سه شنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د سلواغې(دلوې) په دوهمه په افغانستان کې د آذربایجان جمهوریت له سفیر ښاغلي الهام محمدوف سره ولیدل.

پدې لیدنه کې د دواړو هېوادو د مقاماتو تر مینځ د ترسره شویو ژمنو د عملي کولو، د دواړو هېوادو تر مینځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتوالي، په آذربایجان او افغانستان کې د دواړو هېوادو د تولیداتو او محصولاتو د نندارتونونو د جوړولو، په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په اړه له آذربایجاني پانګوالو او سوداګرو سره د معلوماتو شریکولو او د لاجوردو د لارې د فعاله ساتلو په اړه بحث او خبرې وشوې.

ددې لیدنې په پای کې د دواړو هېوادو تر مینځ د راکړې ورکړې حجم د زیاتوالي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه د دواړو هېوادو ترمینځ د صادراتي توکیو د لیست پر شریکولو، په آذربایجان جمهوریت کې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو د نندارتون پر جوړولو او د لا زیاتې همغږۍ او ارتباط په موخه د څلور کسیز ټیم پر معرفۍ هوکړه وشوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS