افغانستان؛ د منځنۍ او سویلي آسیا هیوادونو تجارتي__ ترانیټي دهلیز

yonus_shafaq
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۵ - ۱۹:۳۴
افغانستان؛ د منځنۍ او سویلي آسیا هیوادونو تجارتي__ ترانیټي دهلیز

سه‌شنبه د لیندۍ ۲۵مه 1399

دچا بهار بندر داقتصادي پیوستون په غونډه کې دیادې سوداګریزې او ترانزیټي لارې په اړه دافغانستان په رول خبرې وشوې.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني چې د چابهار د اقتصادي پیوستون په غونډه کې یې خبرې کولې وویل: افغانستان دخپل ستراتیژیک جغرافیایی موقیعت په درلودلو سره کولاي شي د چابهار بندر له لارې د منځنۍ اوسویلي آسیا د سوداګریز او ترانزیټي دهلیز په توګه د سیمي د پیوستون د څلور لارې رول ولوبوي.

ښاغلي غوریاني زیاته کړه چې د چابهار بندر د سوداګرۍ او ترانزیټ له اړخه افغانستان لپاره مهم دی او په هغې پانګونې سره چې په دې بندر کې ترسره شوې ده ښکیلو هیوادونو ته زیاته ګټوره تمامیدای شي.

د خواف ــ هرات د اوسپنې پټلۍ پرانستلو او له دې لارې د سوداګرۍ او ترانزیټ له پیل سره د منځنۍ او سویلي آسیا هیوادونه نښلول شوي او کولای شې خپلو سوداګریزو اړیکو ته پراختیا ورکړي.

په دې ناسته کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي بهار امینیان او په کابل کې د هندوستان سفارت سیاسي استازي هم د چابهار بندر د سوداګریز ــــ ترانزیټي موقیعت او د سیمې د پیوستون د دهلیز په توګه د افغانستان په رول خبرې وکړې،د سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو پراختیا يې د سیمې د هیوادونو په ګټه وبلله.

د دې وزارت رهبرۍ له ګاونډیو او سیمې هیوادونو سره سوداګرۍ او ترانزیټ په هکله څو اړخیزې خبرې اترې پیل کړي، چې تراوسه يې د پام وړ پایلې درلودلې دي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان ـــــ پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزيټ د هوکړه لیک د همغږۍ کمیټي اتمه ناسته په راتلونکې اوونۍ کې د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې پیل کیږي.

چې ددې هوکړه لیک په بشپړیدو سره به د سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو کچه د پخوا په پرتله لا زیاته شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS