دافغانستان اسلامي جمهوریت د صنعت او سوداګرۍ

yonus_shafaq
شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۱۸:۷
دافغانستان اسلامي جمهوریت د صنعت او سوداګرۍ
سرپرست او نوماند وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني په کابل کې دایران اسلامي جمهوریت دسفیر سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل
په دي لیدنه کې چې یو شمیر ایراني سوداګرو هم ګډون درلود دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریاني وويل چې په افغانستان کې د تیرو کلونو په پرتله په کور دننه او بهرنۍ پانګونې ته ښه زمینه مساعده شوې ده.
نوموړي همدا راز وویل، چې دافغانستان اسلامي جمهوري دولت هغه پانګه والو ته چې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړی ټولې اسانتیاوې برابر کړي دي.
په دې ناسته کې، دایران اسلامي جمهوریت سفیر بهادر امینیان دانجینرۍ خدمتونو،مخابراتو او بریښنا نندارتون چې د درې ورځو لپاره په کابل کې پرلاره اچول شوی وو، دکابل ښاریانو له ملاتړ او ګډون څخه يې مننه وکړه.
په پای کی د ولسي جرګې غړې آغلې ناهید فرید چې په دې ناسته کې ګډون درلود په افغانستان کې دبهرنیو هیوادونو پانګونې څخه خپل ملاتړ وښود.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS