دپاکستان دسوداګرۍ او پانګونې په چارو کې ددغه هېواد دلومړي وزیر له ستر سلاکار سره دصنعت او سوداګرۍ وزیرانلاین غونډه

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۵ - ۸:۸
دپاکستان دسوداګرۍ او پانګونې په چارو کې ددغه هېواد دلومړي وزیر له ستر سلاکار سره دصنعت او سوداګرۍ وزیرانلاین غونډه

سه‌شنبه: دغوایي ۱۴مه ۱۴۰۰

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د صنعت او سوداګرۍ  وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني او دپاکستان دسوداګرۍ او پانګونې په چارو کې ددغه هېواد دلومړي وزیر ستر سلاکار ښاغلي رزاق داوود، دولسمشرۍ ماڼۍ دحقوقي چارو په برخه کې دولسمشر سلاکاراو دتدارکاتو دملي ادارې عمومي ریس کبیر خان عیسی خیل، او دصنعت او سوداګرۍ وزارت معین محمد سلیمان بن شاه ترمنځ په انلاین ډول غونډه ترسره شوه ، چې پکې د ترانزیتټي  سوداګریزو همکارۍ د کچې پراخولو او د دواړو هیوادونو تر منځ د اپټا تړون د تعدیل په اړه خبرې وشوې.

دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني وویل چې په دې وروستیو کې د دواړو هیوادونو د مشرانو په ملاتړ د ترانزیتي همکارۍ د پراخولو په برخه کې ښه پرمختګ شوی چې د افغانستان او پاکستان اقتصادي لپاره ګټور دی.

ښاغلي غوریاني زیاته کړه چې د اپيټا تړون په تعدیل کې د پام وړ پرمختګ شوی او دوی به ډیر ژر د دواړو هیوادونو د ګډو ګټو پراساس ددغو خبرواتروښه  پایله تر لاسه کړي.

په دغه غونډه کې د سوداګرۍ او پانګونې په چارو کې د پاکستان د اسلامي جمهوریت د لومړي وزیر ستر سلاکار زراق داوود د دواړو هیوادونو ترمینځ د ترانزیټي همکارۍ د پراختیا هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې د هغه هیواد مشران له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د کچې زیاتوالي ته هم لیواله دي.

نوموړي همدارازوویل هیله مند دی چې سویلي آسیا ته د افغانستان بار وړونکي لارۍاو منځنۍ اسیا ته د پاکستان بار وړونکي لارۍ به له دواړو هیوادونو څخه آزاد تګ راتګ وکړي.

ټاکل شوې ده د افغانستان - پاکستان د سوداګرۍ د ترانزیت د همغږۍ کمیټه (اپیکا) په نږدې راتلونکي کې د صنعت او سوداګرۍ  وزارت د لوړ پوړو چارواکو په ګډون د افغانستان اسلامي جمهوریت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په کوربه توب جوړه شي.

او په کابل کې د سوداګرۍ او پانګونې په اړه د لومړي وزیرد ستر سلاکارپه شتون کې به  د آپټا تعدیل شوي تړون وروستی متن به نهایي شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS