د افغانستان، پاکستان او ازبکستان تر منځ د بحث وړ موضوعاتو سند لاسلیک شو

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۴ - ۱۱:۱۳
چهار شنبه ۱ جمادی الاول ۱۴۴۵ / 24 لړم ۱۴۰۲

چهار شنبه ۱ جمادی الاول ۱۴۴۵ / 24 لړم ۱۴۰۲

د درې اړخیزو خبرو اترو په پایله کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي، د پاکستان  اسلامي جمهوریت د سوداګرۍ وزیر محترم ډاکټر ګوهر اعجاز او د ازبکستان دصدر اعظم مرستیال ښاغلي جمشید خاجیوف؛ ترمنځ د يادو دريو هېوادونو د سوداګرۍ او ترانزيت پر مسايلو د ناستې د بحث وړ موضوعاتو سند لاسليک شو.

په دې ناسته کې د درې اړخیزو اقتصادي اړیکو او د سوداګرۍ د پراختیا له لارې د سیمه ییز پیوستون پر پیاوړتیا، د ټرانزیټي اسانتیاوو د زیاتوالي، د ګډو پانګونو پر زیاتولو، د لګښتونو د کمولو، د ټرانسپورټي اسانتیاوو، د ګمرکي سیسټمونو د برښنایي کولو، د بانکي سیستم د پیاوړتیا او پراختیا، د خوراکي توکو د خوندیتوب، د ویزو په صادرولو، همدارنګه  ټرانزیټي ستونزو په حلولو او د ترانزیت په پیاوړتیا ټینګار وشو.

د دغې غونډې د پریکړو له مخې، ټاکل شوې د درې ګونو هېوادونو تخنيکي ډلې تر راتلونکې یوې اونۍ د سوداګرۍ او ترانزيت اړوند مسايلو په اړه خپل کار پيل کړي او پايلې يې د نهايې هوکړه لیک د لاسليک لپاره له درې واړو اړخونو سره شريکې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS