د افغانستان.ا.ا، ازبیکستان او آذربایجان جمهوریتونو درې اړخیزه ناسته ترسره شوه

anwar_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۳:۵۹
د افغانستان.ا.ا، ازبیکستان او آذربایجان جمهوریتونو درې اړخیزه ناسته ترسره شوه

پنجشنبه ۱۱ صفرالمظفر ۱۴۴۶ / ۲۵ زمری ۱۴۰۳

د ا.ا.ا د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر محترم الحاج نورالدین عزیزي په کوربه توب او د ازبیکستان د صنعت، سوداګرۍ او پانګونې د وزیر محترم لزیز قدرتوف او د آذربایجان جمهوریت د اقتصاد وزارت مرستیال ښاغلي مامدوف په ګډون، د سوداګرۍ، پانګونې،ترانسپورت، ساختماني او جیولوجیکي موادو په تړاو درې اړخیزه ناسته ترسره شوه.

پدې ناسته کې د سوداګرۍ د پراختیا،پانګونې، ترانسپورتي، لوژیستیکي، ساختماني موادو،د هایدرو کاربن او معدني موادو په زېرمو کې د جیولوجیکي او اکتشافي چارو د پر مخ بیولو، د افغانستان په شمال کې د سمنټو د تولید د پروژې د تطبیق پر میکانیزم، سیمه ییزو همکاریو، د ورېښمو له نوې لارې څخه د موثرې ګټې اخیستنې، د وسپنې (ریل) پټلی او د ایکو په اقتصادي سازمان کې د افغانستان د بېرته فعالې ونډې په تړاهم  بحث او خبرې وشوې.

همدارنګه پدې ناسته کې د افغانستان د معادنو په برخه کې د ترسره شویو فعالیتونو په شرحې سره، پدې تړاو د شته ظرفیتونو او د پانګونې د شته فرصتونو او پدې تړاو د افغانستان د لومړیتوبونو په اړه د ګاونډیو هېوادو پلاویو ته معلومات ورکړل شول.

د غونډې په پای کې د دریو واړو هېوادو تر مینځ د دوامداره ناستو او د کاري ټیم د راتلونکو ناستو د ځای او وخت په اړه هوکړې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS