د افغانستان لپاره د پاکستان حکومت له ځانګړي استازي سره د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر لیدنه
سه شنبه۲۲ جمادی الثانی ۱۴۴۶ / ۴ مرغومی ۱۴۰۳
د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزی، د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق، په افغانستان کې د دغه هېواد له سفیر او ورسره پلاوي سره وکتل.
پدې لیدنه کې د دواړو هېوادو تر مینځ پر سوداګریزو او ترانزیتي آسانتیاوو خبرې اترې وشوې.
همدارنګه پدې ناسته کې د دواړو هېوادونو تر مینځ د لاسلیک شوي سوداګریز او ترانزیتي تړونونوAPTTA او Cross -Stuffing پر عملي کېدو ټینګار وشو او پاکستاني لوري خپل چمتو والی وښود تر څو د افغانستان ترانزیت مالونو لپاره یوه ځانګړې ساحه وټاکي.
همدارنګه پدې ناسته کې د پاکستان له اړخه د سوداګریزو او ترانزیتي خنډونو د لیري کولو، د بانکي تضمیناتو په اړه د لازیاتو آسانتیاوو رامینځ ته کولو او د دوه سلنې مالیې Cess په تړاو هم خبرې وشوې او دواړو لوریو هوکړه وکړه ترڅو د نړیوالې سوداګرۍ د اصولو له مخې سره همکاري وکړي.
پدې ناسته کې د ترجیحي سوداګرۍ په اړه هم پریکړې وشوې داسې چې د دواړو هېوادو د سوداګریزو فصلونو مطابق به ۴ قلمه مواد له افغانستان څخه او درې قلمه مواد له پاکستان څخه سره تبادله کېږي.
په پای کې هم د تورخم او سپین بولدک د لارو پر پراخېدو بحث او خبرې وشوې.