د افغانستان – چک او سلواکیا  هیوادونوترمنځ ناسته

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۸:۳۹
د افغانستان – چک او سلواکیا  هیوادونوترمنځ ناسته

دوشنبه:د غبرګولي۲۴مه ۱۴۰۰

د افغانستان ــــ چک او سلواکیا هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې  لومړۍ ناسته د چک جمهوریت د لومړي وزیر،په کوربه توب ، د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت  د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني او ورسره پلاوي په ګډون د یادو دوه اروپایې هیوادنو سره د سوداګریزواړیکو د پراختیا په موخه د چک جمهوریت په پراګ کې ترسره شوه .

په دغې دوه ورځنۍ ناسته کې به د صنعت او سوداګرۍ  وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني او د هغه مل پلاوی د چک جمهوریت او سلواکیا هیواد، د دولتي او خصوصي سکتور چارواکو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د فرصتونو او ننګونو په هکله  بحث وکړي.

 د غونډې په پرانیسته کې ښاغلي غوریاني وویل چې د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت وګړي او حکومت په تیرو 20 کلونو کې د چک جمهوریت او سلواکیا لخوا د دوی هیواد ته د نظامي ، سیاسي او اقتصادي مرستو څخه مننه کوي.

زیاته یې کړه چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت غواړي چې دغو هیوادونو ته د خپلو محصولاتو صادرات زیات کړي.

ښاغلي غوریاني همدارنګه د چک او سلواک پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګوونې فرصتونو په اړه معلومات ورکړل او له هغوی یې وغوښتل ترڅوپه افغانستان کې په بیلابیلو سکتورونو کې پانګونه وکړي.

په دې ناسته کې د کانونو او پطرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري ، د پانګونې د واحد رییس عطاءالله نصیب او د ملي تدارکاتو ادارې  عمومي رییس ، په افغانستان کې په معادنو سکتور کې د پانګونې،د تدارکاتي پروژ، او پانګونې د پروسو اسانتیاوو  په هکله د چک او سلواکیا پانګوالو ته  معلومات وړاندې کړل.

د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني پراګ ته د دولتي - خصوصي سکتور د یوه لوړ پوړي پلاوي مشري کوي چې د دوه اروپایي هیوادونو، چک جمهوریت او سلواکیا هیواد سره د سوداګریزواړیکو او پانګونې دفرصتونو ارزونې په موخه یادو هیوادونو په سفر بوخت دی.

ددې ناستې په بهیر کې به  ښاغلي غوریاني او ورسره مل پلاوی د اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د چک جمهوریت او سلواکیا هیواد دخصوصي سکتور استازو  سره د افغانستان د اقتصادي ، صنعتي،سوداګریزو او ترانزیټي  اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۴:۴۲
Background image

د دوه ورځنیو هر اړخیزو بحثونو وروسته، افغانستان او پاکستان د زراعتي توکو پر ترجیحي تعرفو د کمښت هوکړه وکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، د افغانستان له سفیر مولوي سردار احمد شکیب او مل پلاوي سره یو ځای، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له

BACK TO NEWS