د امید بهار جوس فابریکې څخه د صنعت او سوداګرۍ وزیر لیدنه
چهارشنبه: د غويی۲۸مه ۱۴۰۰
د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني د امید بهار د میوو او لبنیاتو د تولید فابریکې څخه چې د پل چرخي صنعتي پارک کې فعالیت کوي لیدنه وکړه، او یادې فابریکې د څښتن سره یې د شرکت د تولیداتو په وړاندې ستونزو او ننګونو په اړه بحث وکړ.
د نوموړې فابریکې څخه د لیدنې پرمحال د معادنو او صنایعو خونې رئیس شیرباز کمین زاده صنعت کارانو او د پلچرخې صنعتي ښارګوتې د فابریکو خاوندانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر ملتیا کوله،ښاغلي غوریاني د میوو او لبنیاتو په برخه کې د امید بهار شرکت د تولیدي فعالیتونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې چې د ولسمشرۍ د عالي مقام او د دې وزارت د تعرفې د ملاتړ پروګرام په بنسټ په بیلابیلو برخو کې د هیواد د صنایعو تولیدات ځان بسیاينې لور ته نږدې شوي دي. ښاغلي غوریاني د امید بهار د تولیدې فابریکې مسؤلینو سره ژمنه وکړه چې د ورته وارد شوي توکو پر تعرفه کې به زیاتوالی راشي ترڅو د هیواد تولیدي صنایعو لپاره د ځان بسیاینې زمینه برابره شي.
د امید بهار فابریکه په هیواد کې د میوو او لبنیاتو د تولید ترټولو لوی شرکت دی چې په ۲۰۰۹ لمریز کال کې یې د ۴۵ ملیونه ډالرو په پانګونې سره فعالیت پیل کړ.
دا فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۵۲۵ زره لیټره جوس او لبنیاتو د تولید وړتیا لري او په مستقیم ډول یې د ۳۰۰ څخه زیاتو هیوادوالو ته د کار زمینه رامینځته کړې ده .