د بامیانو ولایت په قشقه دښته کې صنعتي پارک جوړېږي

anwar_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۱۵:۲۴
د بامیانو ولایت په قشقه دښته کې صنعتي پارک جوړېږي

شنبه ۲۰ صفرالمظفر ۱۴۴۶ / ۳ سنبله ۱۴۰۳ 

په هغه سفر کې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي د بامیانو ولایت ته درلود، په هغه ولایت کې یې د قرغنتو او قشقه په دښتو کې د صنعتي پارکونو له ځمکو څخه هم لیدنه وکړه.

محترم الحاج عزیزي د دغه ولایت د قشقه دښته د صنعتي او تولیدي فابریکو لپاره ډېر ښه ځای وګڼلو او په بامیانو ولایت کې یې د دې وزارت اړونده مسوولینو ته لارښونه وکړه تر:څو په دغه دښته کې د صنعتي پارک د جوړېدو موضوع تعقیب کړي.

همدا رنګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د بامیانو له والي محترم مولوي عبدالله سرحدي ا د یاد ولایت د ځایي ادارو له له مسوولینو سره په لېدنه کې د لسو څخه تر پنځوس جریبه ځمکه کې د یوه سوداګریز کمپلکس پر جوړښت هم خبرې وکړې او د لاسي صنایعو لپاره یې د څلورو سیمه ییزو بازارونو جوړونکي تقدیر کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS