د بي بي خدیجې کبرا (رض) د نندارتون  د متشبثو ښځو لویه لاسته راوړنه ده

reza_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۸ - ۱۵:۱۰
د بي بي خدیجې کبرا (رض) د نندارتون  د متشبثو ښځو لویه لاسته راوړنه ده

یک شنبه مورخ 5 جمادی الاول 1445 / 2۸ لړم 1402

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي د بي بي خدیجې کبرا رض له ملي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي عزیزي دغه نندارتون د شرعي احکامو په رعایت کولو سره د مېرمنو د تشویق په برخه کې یوه ستره لاسته راوړنه وبلله.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ښځو ځانګړی نندارتون مهم وباله او زیاته یې کړه؛ د دا ډول نندارتونونو جوړول په هیواد کې د میشتو کورنیو د اقتصاد په وده کې اغېزمن رول لري.

همدارنګه د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشرې آغلې سلما یوسفزۍ د دغه نندارتون د امنیت د تامین او د ښځو لپاره د خوندي چاپېریال په رامنځته کولو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د هېواد له امنیتي سکتور څخه مننه وکړه.

د یادولو وړ ده چې په دغه نندارتون کې څه باندې ۸۰۰ غرفو کې د هیواد د متشبثو میرمنو تولیدات نندارې ته ایښودل شوي دي چې د دوشنبې د جمادي الاول د میاشتې تر ۷ مې (عقرب۲۹) نیټې پورې به دوام لری.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS