د ترکیې هېواد له پانګوالو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین لیدنه
دوشنبه 18 ربیع الثانی 1446 / 30 میزان 1403
د ا.ا. ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوي احمدالله زاهد د دوشنبې په ورځ د تلې( میزان) په ۳۰ مه د ترکیې هېواد له یو شمېر عالمانو او پانګوالو سره د یاد وزارت د معینیت په تالار کې وکتل.
پدې لیدنه کې ترکي پانګوالو د افغانستان د انرژۍ او سړک جوړونې په سکتورونو کې له پانګونې سره لیوالتیا وښوده او د افغانستان د کرهنې په سکتور کې د پانګونې د فرصتونو د شریکولو غوښتونکي شول.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د هغوی د خبرو په اوریدو دوی ته د پانګوالو د امنیت له پلوه په بشپړ ډول ډاډ ورکړ او له هغوی سره یې د یاد
وزارت د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.