د شمس کولا او جهان پاور فابریکو پرانسته

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۷ - ۱۱:۱۷
د شمس کولا او جهان پاور فابریکو پرانسته

دو شنبه مورخ 4 جمادی الثانی 1445 / 27 لیندی 1402

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي هرات ولایت ته د خپل سفر په دریمه ورځ؛ د شمس کولا او جهان پاور شرکتونه پرانستل.

شمس کولا د غیر الکولي مشروباتو تولید شرکت د 8 میلونه ډالرو  پانګونې سره په ۲۴ ساعتونو کې له ۲۵ زرو څخه تر ۳۰ زرو بستو د تولید وړتیا لري او له ۲۰۰ تنو ته يې په مستقیمه او له ۵۰۰ تنو ته يې په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده، همدارنګه د جهان پاور پروسس او بسته بندۍ شرکت د ۳ میلیونو ډالرو په پانګونې سره؛ دا په 24 ساعتونو کې د 120 ټنه انجن روغنیاتو د تولید وړتیا لري.

همدارنګه ښاغلي عزیزي د صنعتکارانو د ملاتړ او تشویق په موخه په دغه ولایت کې د افغاني المونیمې توکو او دمرمر ډبرو له شرکتونو څخه هم لیدنه وکړه.

دالمونیمو توکو افغان ملي شرکت په یوه ورځ کې د ۲۵ ټنه المونیم  تولید ظرفیت لري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي عزيزي د يادو شرکتونو د مسوولينو د خبرو له اورېدو وروسته وويل: خپلې غوښتنې مو له دغه وزارت سره په ليکلي بڼه  شريکې ترڅو ورته حل لار پیداکړو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۸:۴۲
Background image

د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره د ا.ا.ا. د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر لیدنه

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي نن په اسلام آباد کې د یوه دوه اړخیزه ناستې په ترڅ کې د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۹:۱۰
Background image

په پاکستان کې له مېشتو افغان سوداګرو او مهاجرینو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست لیدنه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي له خپل مل پلاوي سره یوځای، په پاکستان کې د مېشته ځینو افغان کډوالو او سوداګر

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۵:۴۲
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سودګرۍ سرپرست وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته په سفر روان شو

د صنعت او سودګرۍ سرپرست وزیر محترم الحاج نور الدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ چې د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت، د چارو د ادارې د لوی ریاست اړوند

BACK TO NEWS