د صنعتي سیمو قانون پلی کېږي

anwar_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۸:۴۲
د صنعتي سیمو قانون پلی کېږي

یکشنبه ۲۱ صفرالمظفر ۱۴۴۶/ ۴ وږی ۱۴۰۳

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي تر مشرۍ لاندې د یاد وزارت د رییسانو او کارمندانو په ګډون ددې وزارت د غونډو په عمومي تالار کې نن د سنبلې په څلورمه نېټه غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د صنعتي ساحو هغه قانون چې نوی توشیح شوی دی، د  وزارت د حقوقي رییس له خوا تشریح او توضیح شو او د وزارت مشرتابه ددې قانون د پلي کولو لپاره لازمه وګڼله تر څو د هغې لپاره یو پلان او تګلاره جوړه شي.

ددې قانون له مخې باید یوه کومیټه جوړه شي چې تر څو په صنعتي پارکونو کې د ځمکو وېش ته لاره هواره کړي.یاد قانون په دریو برخو ویشل شوی چې امارتي، مشارکتي او خصوصي ځمکې سره جلا کوي.

همدارنګه ددې قانون موخه داده تر څو د صنعتي سیمو د تنظیم، د پانګونې لپاره د زمینې برابرولو او د صنعتي ساحو د ساتنې او څارنې له لارې د افغانستان د اقتصادي ودې او د ځمکو د وېش مدیریت ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱۶
Background image

کندهار ولايت ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین سفر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلی مولوي احمدالله زاهد د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې؛ د صنایعو او کانونو خونو له مسئولینو، مدیره پلاوي، ملي سوداګرو، پانګوالو

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

BACK TO NEWS