د صنعتي پارک د ۲۰۰۰ جریبه ځمکې څخه لیدنه

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲ - ۰:۱۶
د صنعتي پارک د ۲۰۰۰ جریبه ځمکې څخه لیدنه

چهارشنبه د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ /سرطان لومړۍ نېټه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوي قدرت الله جمال پرون د کندز د صنعتي پارک له دوه زره جریبه ځمکې څخه لیدنه وکړه په دې سفر کې. چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت اقتصادي سلاکار ملا نیاز محمد واثق، د ستراتیژۍ، پالیسۍ او پلان  رئیس مطیع الله امید، د کندوز ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس غلام محمد عیدي زاده او ورسره پلاوي ملتیاکوله.

محترم قدرت الله جمال  د کندز ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست رئیس ته  لارښوونه وکړه، چې په دې ځمکه کې د صنعتي پارک د رغونې چارې بشپړې او ګړندۍ کړي د يادونې وړ ده، چې ياده ځمکه د دغه ولايت د صنايعو او سوداګرۍ رياست ته سپارل شوې د برېښنا سټیشن  او عامه سړک ترڅنګ ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۶
Background image

په ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ناسته

تیره ورځ د بنګله‌دیش هیواد په پلازمینه ډاکه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او ورسره مل رسمي پلاوي او یو شمیر افغان سوداګرو

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۱۲
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د بنګله‌دېش هېواد د درملو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دېش هېواد په پلازمېنه ډاکه کې د درملو له دوو سترو او پېژندل شوو تولیدي فابریکو. . .

BACK TO NEWS