د صنعت او سوداگرۍ وزارت معین سره د هیواد یو شمیر د صنعت کارانو ناسته ترسره  شوه

anwar_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۰:۰
د صنعت او سوداگرۍ وزارت معین سره د هیواد یو شمیر د صنعت کارانو ناسته ترسره  شوه

شنبه ۱۶ شعبان المعظم ۱۴۴۶ / ۲۷ سلواغه ۱۴۰۳

په دې ناسته کې د صنعت کارانو د ستونزو په اړه خبرې اترې  ترسره  شوې. د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداگرۍ وزارت معین محترم مولوي احمدالله زاهد نن د سلواغې په ۲۷ مه د خپل کار په دفتر کې د هېواد له یو شمېر صنعت کارانو سره وکتل او د هغوی د ستونزو تر اوریدو وروسته یې د هغې د حل په اړه ډاډ ورکړ.

پدې ناسته کې د صنعت او سوداگرۍ وزارت معین محترم مولوي احمدالله زاهد د هېواد صنعت کارانو ته د فابریکو جوړولو په موخه د ځمکو د وېش په تړاو معلومات ورکړل او د صنعتي پارکونو په اړه د امیرالمومنین له خوا د توشیح شوي فرمان یادونه وکړه.

همدا راز پدې لیدنه کې د هېواد په صنعتي پارکونو کې صنعت کارانو ته د فابریکو جوړولو په لار کې د شته ستونزو په اړه خبرې وشوې او صنعت کارانو ته د ستونزو د هوارۍ په تړاو ډاډ ورکړل شو او پدې اړه یې د هر راز همکارِۍ ژمنه وکړه

پدې ناسته کې ګډون کونکو صنعت کارانو، د خپلو ستونزو د حل په تړاو د اسلامي امارت او د صنعت او سوداګرۍ وزارت له چارواکو څخه مننه وکړه او د دوی هڅې یې وستایلې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین راغلیو صنعت کارانو ته یوځل بیا ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت په چوکاټ کې به د هیڅ یوه صنعت کار او هیڅ سوداګر حق نه ضایع کېږي او د دوی د هرې ستونزې د هوارۍ لپاره به هڅه کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱۶
Background image

کندهار ولايت ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین سفر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلی مولوي احمدالله زاهد د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې؛ د صنایعو او کانونو خونو له مسئولینو، مدیره پلاوي، ملي سوداګرو، پانګوالو

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

BACK TO NEWS