د صنعت کارانو او کسب ګرو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د رهبرۍ ناسته

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۱ - ۱۴:۱۱
د صنعت کارانو او کسب ګرو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د رهبرۍ ناسته

سه‌شنبه د تلې 20مه  1400

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي او مرستیالانو يې د صنعت کارانو او دوکاندارانو د خونې له رییس او غړو سره ولیدل او د دوی د کاري ستونزو په اړه يې خبرې وکړې .

د صنعت کارانو او دوکاندارانو خونې د مدیره هیئت مشر ښاغلي نورالحق عمري  او ددې غونې غړو ښاغلي نورالدین عزیزي او د دې وزارت مرستیالانو ته د نوو مسئولیتونو مبارکي وویله او دوی ته یې د بریا هیله وکړه.

په پیل کې د یادې خونې د مدیره هیئت مشر د دې خونې په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل، کوچني تشبثات یې د صنعت اوسوداګرۍ اساس وباله ،د یادې خونې د صلاحیتونو،د شخصي ملکیتونو کرایه نیولو، د ګرځنده ګمرک د ټیم لخوا د دوې څخه  ګمرکې اسناد غوښتنه، قاچاق او د هوټلونو د امنیت په برخه کې يې خپلې ستونزې شریکې او وړاندیز يې وکړ چې، د دولت د اړتیا وړ توکو په برابرولو کې دې له کورنیو تولیداتو څخه کار واخیستل شي.

ښاغلي نورالدین عزیزي د یادو خونو  د ستونزو او د هغوی د وړاندیزونو اوریدو وروسته وویل چې ستاسو لخوا، د یادو شوو ستونزو له جملې څخه یو شمیر يې حل شوي او پاتې يې  تر کارلاندې دي چې ژر به حل شی.

ښاغلي عزیزی زیاته کړه چې د حکومت کابینه هڅه کوي ترڅو د ستونزو د حل سربیره ستاسو لپاره لا اسانتاوي برابرې او وړاندیزونه مو په پام کې ونیسي، نوموړي د صنعت کارانو او دوکاندارانو خونې څخه وغوښتل، چې د ستونزو او وړاندیزونو په اړه د لا بحث لپاره دوه تنه د اقتصاد عالی شورا په غونډو کې د ګډون په موخه  موږ ته راوپیژني.

د صنعت کارانو او دوکاندارانو اتحادیه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وړاندیز او دوخت د وزیرانو عالي شورا د تصویب پراساس،د کسب ګرو او دوکاندارانو خونې په نوم بدلون وموند، یاده دی وی، چې ۱۵۰ زره تنه کارکونکې او دوکانداران یواځې په پلازمینه کابل کې پر فعالیت بوخت دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS