د لغمان نیازي فابریکه په ورځ کې ۲ټنه د پلاسکو لوښي تولیدوي
دو شنبه مورخ ۲۰جمادی الاول ۱۴۴۵ / ۱۳ لیندی ۱۴۰۲
د لغمان سرخکانو په سیمه کې دلغمان نيازي د پلاسکو توليدى او صنعتي فابریکې د تیر یو کال څخه د ۸ میلونو افغانیو په ابتدایې پانګونې سره په کار پیل کړی او د ورځې په اوسط ډول ۲ ټنو په اندازه د پلاسکو لوښې تولیدوي.
په دې فابریکه کې د سیمې ۲۵ نفرو ته د کار زمینه برابره شوې ده او په بېلابېلو برخو کې پکې دندې پرمخ وړي.
د مسؤلینو په وینا یې په تولیداتو کې يې پلاسکو غوري، پتنوسونه، کاسې او نور شامل دي .
د لغمان ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس مولوي سلامت خان بلال د یادې فابریکې څخه د لیدنې پرمهال د هغوی فعالیتونه له نږدې ولیدلی او د هغوی ځينې ستونزې يې واوريدې او لوړپوړو مسئولینو ته يې د رسولو ډاډ ورکړ.