د نو روز د جشن د صنعتي نندارتون پرانیسته

yonus_shafaq
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۰ - ۱۳:۲۰
د نو روز د جشن د صنعتي نندارتون پرانیسته

چهارشنبه د وری ۴مه ۱۴۰۰ کال

د ۱۴۰۰ لمریز کال د پیل او نوروز جشن د لمانځلو په هکله صنعتي نندارتون د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرست ښاغلي محمد طاهر زهیر،دصنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګریزوخدماتو،صنعتي پارکونو،مالي او اداري عمومي ریئیسانو په ګډون د چهلستون بڼ کې پرانستل شو.

په دې نندارتون کې د هیواد صنعت کارانو او سوداګرو میرمنو په ۱۲۰ غرفو کې خپل بیلابیل  تولیدی توکې نندارې ته وړاندې کړل چې دا نندارتون به د دري ورځو پورې د لیدونکو لپاره پرانیستی وی.

د یاد نندارتون ترڅنګ د صنعت اوسوداګرۍ وزارت د ۱۴۰۰ لمریز کال د پیل په مناسبت په مختلفو ولایتو کې د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو په موخه نندارتونونه ترسره کړي دي .

همدا راز یاد وزارت په پام کې لری چې په روان کال کې په هیواد او د هیواد څخه بهر د کورنیو تولیداتو لپاره د بازار موندنې په موخه په بیلابیلو ولایاتو اوهیوادونو کې نندارتونه ترسره کړی.

له بلې خوا د نورز د تاریخې جشن په لمانځ غونډه کې چې په یاد بڼ کې ترسره شو د یادې غوندې وینا والو هیواد کې پر کلتوري،اقتصادي،او سوداګریزې ودې ټینګار وکړ.

د غونډې په پای کې  د نوروز جشن په مناسبت وزرشکارانو، او سرکس کونکونجونو خپله  ننداره  نندارچیانو ته وړاندې کړه .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS