د نړیوالو سوداګریز سازمان د فکری مالیکیتونو د تړون څخه د  کمو پرمخ تللو هیوادونو معافیت

reza_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۷:۵۴
د نړیوالو سوداګریز سازمان د فکری مالیکیتونو د تړون څخه د  کمو پرمخ تللو هیوادونو معافیت

 پنج شنبه د چنګاښ  ۱۰مه ۱۴۰۰ 

دسویس جینوا ښار دنړیوال سوداګرۍ سازمان کې د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت  دایمي استازي وايي چې د سوداګرۍ نړیوال سازمان د افغانستان په ګډون د لږوپرمختللو هیوادونو د غوښتنې پربنسټ  د فکری مالیکیتونو اړوند سوداګریزوحقوقود ژمنو د اجرا موده  تر 2034 زیږدیز کال  پورې د یاد سازمان د ټولو غړو به موافقې سره تصویب کړه.

 د دې  سازمان مسئولین  وايي چې د نړیوال سوداګریز سازمان دکمو پرمختیایې هیوادونو د غړو په هڅو  یاد موضوعات تر 2034 پورې وغځول شول.

دا پریکړه د دې هیوادونو لپاره غوره فرصت برابروي ترڅو له هغه څخه ګټه پورته کړي او خپلي اقتصادي او مالي ستونزې حل او دې تړون د مکلفیتونو د سم تطبیق،اړتیاوو او ضرورتونو لپاره  مناسبې ټیکنالوژۍ  پربنسټ د خپلو ژمنو د ترسره کولو لپاره لازمې اسانتاوي رامنځټه کړی.

همدا راز دا پریکړه د بهرني پانګوالو لپاره هم ښه فرصت برابروي ترڅو  پانګوال په دي هیوادونو کې په پوره ډاډ د اوږدې مودې لپاره  بیدون د قوانینو او مقرراتو دمحدودیت څخه پانګونه وکړي او له دې امتیاز څخه ګټه واخلي.

د یادونې وړ ده چې پخوانۍ معافیت د 2021 کال جون تر پای پورې غزیدلی و، چې ژر به پای ته ورسیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱۶
Background image

کندهار ولايت ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین سفر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلی مولوي احمدالله زاهد د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې؛ د صنایعو او کانونو خونو له مسئولینو، مدیره پلاوي، ملي سوداګرو، پانګوالو

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

BACK TO NEWS