د واحد چتر لاندې د جواز ورکولو دپالیسۍ د مسودې بیا کتنه

yonus_shafaq
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱ - ۱۵:۲۲
د واحد چتر لاندې د جواز ورکولو دپالیسۍ د مسودې بیا کتنه

دوشنبه دمرغومي لومړۍ ۱۳۹۹

د فعالیت کولو ډول ډول جواز اخیستونکو لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرول د دې وزارت د لومړیتوب څخه دي.

د واحد چترلاندې د جواز ورکولو د پالیسې د بیا کتنې غونډه د صنعت او سوداګرۍ معینت د سرپرست معین ښاغلی عبدالکریم ملکیار په مشرۍ د دولتي جواز ورنکو ادارو او خصوصي سکتور د استازو په ګډون د صنعت او سوداګرۍ وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه .

په دې غونډه کې ښاغلي ملکیار وویل چې د فعالیت کولو، ډول ډول جواز اخیستونکو لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرول، د دې وزارت د کاري لومړیتوبونو څخه دي کوم چې د دي وزارت دمرکزي ثبت او فکری مالیکیتونو د عمومي ریاست له ادرسه د واحد چتر لاندې د جوازونو ویش او د خصوصي سکتور لپاره د اسانتیاوو برابرولو په هکله د جمهوري ریاست د عالي مقام صریح حکم شتون لري .

د واحد چتر لاندې د جواز ورکولو د پالیسۍ مسوده، د ددي وزارت د ثبت مرکزي او فکري مالیکیتونو د عمومي ریاست لخوا ترتیب شوي چې د جواز ورکونکو ادارو او خصوصي سکتور د استازو اصلاح کونکې نظریات به په کې ځاي په ځاي شي .

د یادونې وړ ده چې یاده پالیسي د ساده کولو،سیسټم جوړولو، د جوازنو د پروسې د یو کولو په مهمو محورونو ولاړه،او د هغه پربنسټ رامنځته شوي ده .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۴:۴۲
Background image

د دوه ورځنیو هر اړخیزو بحثونو وروسته، افغانستان او پاکستان د زراعتي توکو پر ترجیحي تعرفو د کمښت هوکړه وکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، د افغانستان له سفیر مولوي سردار احمد شکیب او مل پلاوي سره یو ځای، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له

BACK TO NEWS