د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي پر ضد د مبارزې نړیوالې ورځې لمانځل

yonus_shafaq
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۱۷:۲۷
د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي پر ضد د مبارزې نړیوالې ورځې لمانځل
دلیندۍ ۶مه ۱۳۹۹
دصنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا دیاد وزارت دوزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني او په دغه وزارت کې دښځینه کارکوونکوپه ګډون ولمانځل شوه
دیادې لمانځغونډې په پیل کې دصنعت او سوداګرۍ وزارت وزیر ښاغلي غوریاني ددغې ورځې په تړاو دهېواد ټولو مېرمنو په ځانګړي ډول دیاد وزارت ښځینه کارکوونکو ته مبارکي وویله، ښاغلي غوریاني وویل چې دغه ورځ دې دوزارت دټولو کارککونکو لخوا ولما نځل شي، ترځو دراتلونکو لپاره یوه الګو وګرځي .
ښاغلي غوریاني زیاته کړه چی دی به دیوه ورور په څیر دښځو په وړاندې ، په وزارت کې دننه او په بهر کې له تاوتریخوالي سره په کلکه خپله مبارزه جاري وساتي .
ښاغلي غوریاني دخپلو خبرو په دوام مېرمنو ته په خطاب کې وویل چې دوی کولای شي په وزارت کې دننه هغو بستونو ته چې ځان پکې پرشرایطو برابر ویني ، ځان نوماند کړي او دی به یې له حقونو څخه په کلکه ملاتړ وکړي، دده په وینا مېرمنې کولای شي په کاري برخو کې ښې وځلیږي، ځکه دهر هېواد بنسټ کورنۍ او دهرې کورنۍ بنسټ مېرمنې جوړوي.
د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي پر ضد د مبارزې نړیواله ورځ د۱۹۱۹میلادي کال داکتوبرمیاشتې په ۱۷مه دملګرو ملتونو دسازمان لخوا په رسمیت وپېژندل شوه، له هغه وروسته هرکال دنړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې لمانځل کیږي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

د جوزجان ولایت کې د کورنیو تولیداتو ملي نندارتون په رسمي ډول پرانیستل شو

د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت له خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون د جوزجان ولایت والي

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

BACK TO NEWS