له هیواد بهر راستون شوی سوداګرو سره لیدنه
شنبه مورخ 13صفرالمظفر 1444/19سنبله 1401
د صنعت او سودا ګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوی قدرت الله جمال نن مازیګر په خپل کاري دفتر کې له یو شمیر سوداګرو سره چي له بهره راستون شوې وکتل.
په دی لیدنه کي ښاغلي حاجی ارسلا، حاجی حبیب الله، حاجی روح الله، او حاجی جمعه خان د سوداګرو په استازیتوب خبرې وکړې او په هیواد کي د پانګه اچونې علاقه څرګنده کړه همدا رنګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت له رهبری څخه د همکاری او حمایت غوښتونکې شول.
ښاغلي جمال هیواد ته د سوداګرو بیرته ستون په اړه خوښي څرګنده کړه او سوداګرو ته په هیواد کي د پانګه اچوني په برخه کي لارښونې وکړل.