په افغانستان کې د پانګونې لپاره دچینایي پانګوالو لیوالتیا

دوشنبه:د کب ۲۳مه ۱۴۰۰
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوی قدرت الله جمال له چینايي پانګوالو سره په خپل کاری دفتر کې وکتل.
د غونډې په پيل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال د چینایي پانګوالو هرکلی وکړ،او وي ویل چې موږ په خپل هېواد کې د پانګونې ستاینه کوو.
چینایي پانګوالو په بېلابېلو هېوادونو کې د خپلو پانګونو او شرکتونو په اړه معلومات ورکړل، په افغانستان کې د امنیت، زیربناوو، اقتصادي زونونو، د بهرنیو پانګوالو لپاره د اسانتیاوو او اومه توکو په هکله یې د معلوماتوغوښتنه وکړه.
د غونډې په بهیر کې د اړونده موضوعاتو په اړه معلوماتو ورکړل شول او د هغوي د کارې سیسټم ،د کاري ساحې، او په نورو هیوادونو کې د دوي لپاره د لازمو اسانتیاوو په هکله پوښتنې مطرح اود صادراتو او اومه توکو په هکله ورته د ا.ا.ا پالیسي تشریح شوه.
ورپسی چینایي پانګوالو په افغانستان کې پانګونې دته لېوالتیا ښوولو ترڅنګ د خپلو فعالیتونو په اړه لا زیات معلومات شریک کړل او افغانستان يې د پانګونې لپاره یو ښه ځای وباله.
په پاي کې د صنعت اوسوداګرۍ وزارت مرستیال مولوی قدرت الله جمال له چینايي پانګوالو وغوښتل چې د ځانګړې اقتصادي زون لپاره خپل مشخص پلان د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره شریک کړی.