په افغانستان کې د پانګونې لپاره دچینایي پانګوالو لیوالتیا

reza_admin
Mon, Mar 14 2022 3:33 PM
په افغانستان کې د پانګونې لپاره دچینایي پانګوالو لیوالتیا

دوشنبه:د کب ۲۳مه ۱۴۰۰

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوی قدرت الله جمال  له چینايي پانګوالو سره په خپل کاری دفتر کې وکتل.

د غونډې په پيل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت  مرستيال  د چینایي پانګوالو هرکلی وکړ،او وي ویل چې موږ په خپل هېواد کې د پانګونې ستاینه کوو.

چینایي پانګوالو په بېلابېلو هېوادونو کې د خپلو پانګونو او شرکتونو په اړه معلومات ورکړل، په افغانستان کې د امنیت، زیربناوو، اقتصادي زونونو، د بهرنیو پانګوالو لپاره د اسانتیاوو او اومه توکو په هکله  یې د معلوماتوغوښتنه وکړه.

د غونډې په بهیر کې د اړونده موضوعاتو په اړه معلوماتو ورکړل شول او د هغوي د کارې سیسټم ،د کاري ساحې، او په نورو هیوادونو کې د دوي لپاره د لازمو اسانتیاوو په هکله پوښتنې مطرح  اود صادراتو او اومه توکو په هکله  ورته  د ا.ا.ا پالیسي تشریح شوه.

ورپسی چینایي پانګوالو په افغانستان کې پانګونې دته لېوالتیا ښوولو ترڅنګ د خپلو فعالیتونو په اړه لا زیات معلومات شریک کړل او افغانستان يې د پانګونې لپاره یو ښه ځای وباله.

په پاي کې د صنعت اوسوداګرۍ  وزارت مرستیال مولوی قدرت الله جمال له چینايي پانګوالو وغوښتل چې د ځانګړې اقتصادي زون لپاره خپل مشخص پلان د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره شریک کړی.   

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS