په بادغیس ولایت کې دپستې دپروسس لومړنۍ فابریکې په کار پیل وکړ

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۷ - ۱۵:۴
په بادغیس ولایت کې دپستې دپروسس لومړنۍ فابریکې په کار پیل وکړ

یک شنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۹

دبادغیس ولایت په قلع نو ښار کې دپستې دپروسس لومړنۍ فابریکې د۱۵۰ زرو امریکایي ډالرو په ارزښت ددولت او خصوصي سکتور په ملاتړ خپل کار پیل کړ.

دیادولو وړ ده چې په دغه فابریکه کې دقلع نو ښار ۵۰ تنه ښاریان په کار بوخت دي .

دغه فابریکه دپستې دپروسس او بسته بندۍ ۵ ماشینونه لري چې په هرساعت کې ۵۰۰ ګرامه او په یوه شپه او ورځ کې دلس زره کیلو ګرامو څخه د ډیرې پستې دماتولو وړتیا لري .

دبادغیس ولایت دصنعت او سوداګرۍ دآمریت دمسولینو په وینا، له دې مخکې دیاد ولایت پسته په سنتي ډول پروسس کېدله .

ولایت بادغیس در غرب افغانستان بیش از یکصد هزار هکتار جنگلات پسته را در خود جای داده است که در سال جاری خورشیدی تولیدات پسته آن به بیش از 36 میلیون متریک تن افرایش یافته است.

دصنعت او سوداګرۍ وزارت رهبرۍ په بادغیس ولایت کې ددغې فابریکې په فعالیت سره خوښي څرګنده کړې او له هغې څخه یې هرکلی کړی او دپستې په معیاري پروسس کې یې ددغې فابریکې فعالیت په هېواد کې یو نیک ګام بللی دی .

باد غیس ولایت دهېواد په لویدیځ کې هغه ولایت دی چې لږ ترلږه سل زره هکتاره دپستې ځنګلونه لري او په روان لمریز کال کې یې دپستې تولیدات ۳۶ میلیون میتریک ټنو ته لوړ شوي دي .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۵:۵
Background image

افغانستان ته د چین هېواد د لومړنۍ مستقیمې محمولې را رسیدل

چین، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ته د  ا.ا. ا . د صنعت او سوداګرۍ وزارت  د سرپرست د پرله پسې سفرونو او هڅو په پایله کې د ریل ګاډي له لارې له چین هېواد ته د سوداګریزو توکیو لومړنۍ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۴:۴۰
Background image

په بلخ ولایت کې د صادراتو واحد مرکز پرانیستل شو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې نن شنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د لیندۍ( قوس) په درېمه نېټه، په دغه ښار کې د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۹:۶
Background image

د روغتیایي توکیو د تړلید یوه فابریکه په پروان ولایت کې پرانیستل شوه

د ا.ا.ا.د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نوړرالدین عزیزي له خوا د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د لیندۍ(قوس) میاشتې په لومړۍ نېټه د پروان ولایت د تتمدرې په صنعتي پارکونو کې د پروان. . .

BACK TO NEWS