په بدخشان ولایت کې د صنعتي ښارګوټي جوړول

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۷:۴۷
په بدخشان ولایت کې د صنعتي ښارګوټي جوړول

 یک‌شنبه: د غویی ۱۲مه ۱۴۰۰

دصنعت او سوداګرۍ  وزارت په بدخشان ولایت کې د یاد ولایت  د صنایعو او تولیداتو  د ودې او پراختیالپاره په 100 جریبه ځمکه کې صنعتي پارک جوړوي.

د دې صنعټي ښارګوټې ځمکه بدخشان ولایت د فیض آباد ښار د اوومې ناحيې په صمتی کلي کې د صنعت او سوداګرۍ، کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ ، اطلاعاتو او کلتور ، کانونو او پټرولیم ، مالیې وزارتونو  او چاپیریال ساتنې  ادارۍ  د پلاوي په ګډون تثبیت شوي، په پام کې ده چې د دې پروژې بنسټیزې اوعملي چارې په نږدې راتلونکي کې  د صنعت او سوداګرۍ  وزارت ،په پارلمان کې د ولس استازو، د بدخشان ځایی چارواکو او خصوصي سکتوراستازو په شتون کې پرانستل شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په پام کې لرې چې  په روان لمریز کال کې د هیواد لسو ولایتونو کې لس  صنعتي ښارګوټي جوړ کړي ، چې د یو شمیر هغو لومړني کارونه پیل شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۸:۱۳
Background image

د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزیر سره د صنعت او سوداګرۍ وزیر لیدنه

د صنعت او سوداګرۍ  وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني د د مهاجرینو او بیرته راستنیدونکو چارو وزیر ښاغلي نور الرحمن اخلاقي سره په خپل دفتر کې وکتل او د دواړو وزارتونو  ترمنځ  د غالیو د صنعتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۸:۶
Background image

په هرات ولایت کې د اختربازار نندارتون

د هیواد په لویدیځ هرایت ښارک کې د  صنعت او سوداګرۍ لخوا د لویدیځ زون ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې په مرسته  د اختربازار په نوم نندارتون  د لویدیځ زون د متشبثو ښځو د ملاتړو په موخه د درې. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۷:۵۷
Background image

په افغانستان کې د آسیا پراختیايي بانک له رئیس سره د صنعت او سوداګرۍ وزیر غونډه

د صنعت او سوداګرۍ  وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني په افغانستان کې د آسیا پرمختیايي بانک له رییس ناریندرا سینګرو سره ،د افغانستان د خصوصي سکتور پراختیا په اړه د وزارت او اسیايي پراختیايي. . .

BACK TO NEWS