په بلخ ولایت کې د صادراتي محصولاتو داسنا پروسو دبهیر واحد مرکز پرانستل

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۸ - ۹:۱۳
په بلخ ولایت کې د صادراتي محصولاتو داسنا پروسو دبهیر واحد مرکز پرانستل

یک‌شنبه: د زمري۱۷مه ۱۴۰۰

 دبلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ په ریاست کې یاد واحد مرکز د دولتي چارواکو،دبلخ والي ښاغلي محمد فرهاد عظیمي ،دخصوصي سکتور استازو او د هیواد د تولیداتو د صادرونکو سوداګرو په شتون کې پرانستل شو.

د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني پیغام د یاد مرکز د پرانیستلو په مراسمو کې د پالیسۍ او سوداګریزو خدماتو عمومي رییس ډاکټر فیاض الدین غیاثي لخوا ولوستل شو، په پیغام کې راغلي چې په تیرو وختونو کې د هیواد صادرونکي له  ډیرو ستونزو سره مخ وو، د خپلو اسنادو د پروسود ترسره کولولپاره اړ وه،په بیلابیلو سیمو کې اړونده برخو ته مراجعه وکړی،چې دا د زیات وخت او مصرف لرونکې وه .

 په پیغام کې دا هم راغلي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ښاغلي ولسمشر د لارښوونو سره سم ، د صادراتي اسنادو د پروسو پرمخ وړلو کې د اړینو اسانتیاو چمتو کولو ،د اضافي لګښتونو ،اضافی وخت اود سوداګرو سرګردانيو مخنیوي لپاره  د دولتي ادارو او خصوصي سکتور سره په همغږۍ په ننګرهار ، کندهار او هرات ولایتونو کې د صادراتي اسنادو د پروسو د بهیر واحد مرکزونه رامینځته کړي دي.

د دي مرکزونو د رامنځته کیدلو سره د صادراتي اسنادو بهیر له 3-5 کاري ورځو او 2 څخه تر 3 ساعتونو ته کم شوی او هم د صادراتو پروسې کې د وخت،اضافي لګښتونود کمیدو او د محصولاتو د خرابیدو او لمنځه تلو د مخنیوي سبب شوي دی .

د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني په پیغام کې زیاتوي چې خصوصی سکتور ته اسانتیاو په برابرولو او د یادو مرکزونو په رامینځته کولو سره ، په کابل ، ننګرهار ، کندهار ، هرات او بلخ ولایتونو کې د هیواد صادرونکي کولاي شي د صادراتو اسناد دیوواحد چتر لاندي بشپړ ،د لګښت او وخت سپما سره پرته له کومې ستونزې خپل صادرات پیل کړی.

دنوموړي مرکز د پرانستې مراسمو کې د بلخ والي ښاغلیمحمد فرهاد عظیمي د هیواد په اقتصاد کې د بلخ ولایت رول ته په اشارې سره وویل چې په مزارشریف کې د دغه مرکز جوړیدل به په دغه ولایت کې صادرات او پانګونه زیاته کړی .

 په دې ناسته کې ، د کورني تولیداتو په صادرولو کې  د ولسمشرسلاکار ، د مالیې وزارت ، د کرنې ، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت او د خصوصي سکتور استازو د صادراتود زیاتوالي  لپاره د لازمو اسانتیاو په برابرولو کې د ګډې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS