په ننګرهار او بامیانو ولایتونو کې د بازارد وضعیت ارزونه
دوشنبه دغبرګولي۱۷مه ۱۴۰۰
د ننګرهار او باماینو ولایتونو کې د ټیټ کیفیت ، تاریخ تیرو او جعلي توکو د تولید، د مخنیوي کمیسیون د نرخونو کنټرول ، د ټیټ کیفیت لرونکي او تاریخ تیروتوکو د پیژندنې په موخه د دغه ولایت د بازارونو د قیمتونو ارزونه ترسره کړه.
د جلال باد ښار د مختلفو ناحیو څخه د یاد کمیسیون د لیدنو پرمهال ، د کمیسیون ۷۰ کیلو ګرامه ، تاریخ تیرې خوراکي توکې راټول کړل .
دا کمیسیون د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرتابه دمستهلکینو د ملاتړ د قانون سره سم د لسو دولتي ادارو او خصوصي سکتورونو په غړیتوب سره رامنځته شوی دی چې په مرکز او ولایتو کې د خوراکې توکو د قیمتونو د کنترول،ټیټ کیفیت لرونکواو تاریخ تیرو موادو د څیړنې لپاره په منظم ډول فعالیت ترسره کوي.