جمهوررئیس د خصوصي سکتور استازو ته: ستاسو وړاندیزونو ته د رسیدګي په موخه به تعقیبي غونډې وشي

yonus_shafaq
Wed, Jan 13 2021 9:40 AM
جمهوررئیس د خصوصي سکتور استازو ته: ستاسو وړاندیزونو ته د رسیدګي په موخه به تعقیبي غونډې وشي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام په چهار چنار ماڼۍ کې د خصوصي سکتور استازو سره په غونډه کې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.

په پیل کې د افغانستان خونو فدراسیون رئیس محمداسماعیل غضنفر، خیرالدین مایل، خان محمد فروتن، اخترمحمد احمدي، عبدالقاهر، عبدالجبار ساپي، محمدهاشم غزنیوال او قلندر رحیمي وویل، خصوصي سکتور تل د افغانستان د دولت او خلکو ترڅنګ دی او په هیواد کې به د لومړنیو خوراکي توکو د کمبود هیڅ ستونزه پېښه نشي.

یادو ویناوالو وویل، د دولت د همکارۍ، د ځمکو او نورو لازمي اسانتیاوو په صورت کې به د غنمو، اوړو، مېوو، چرګانو، اصلاح شویو تخمونو او نورو توکو له پلوه افغانستان خودکفا کړي.

دوی همدارنګه د ګمرکونو او بندرونو د ستونزو، په ټولو بندرونو کې د قوانینو او مقرراتو د برابر تطبیق، د وارداتي غنمو د تعرفې د معافولو، امنیت، د سړو خونو، بندرونو کې د تاسیساتو، اصلاحاتو او د کمېشنکارانو او مافیا د مخنیوي په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل.

جمهوررئیس غني د دوی د ویناوو او معلوماتو له اورېدو وروسته وویل، ستاسو وړاندیزونو او غوښتنو ته د رسیدګي په موخه به له اقتصادي عالي شورا، اړوندو وزارتونو سره او هم د تصمیم نیولو تعقیبي غونډې جوړې شي.

جمهوررئیس د خصوصي سکتور استازو څخه وغوښتل چې د حیرتان، تورغونډۍ او اقینې بندرونو د بیو مقایسوي جدول ترتیب او له جمهوري ریاست عالي مقام سره شریک کړي چې په اساس یې تصامیم ونیول شي او په دغو بندرونو اساسي پانګونه کېږي.

د هیواد جمهوررئیس وویل، د داخلي تولیداتو زیاتوالی د ټولو په ګټه دی او افغانستان باید په عمده صادرونکي هیواد بدل شي. تولیدونکې فابریکې دې له واردونکو شرکتونو سره په همغږۍ د ارزښت زنځیر ایجاد او پیاوړی کړي، په دې برخه کې دولت هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

جمهوررئیس هغوی ته په خطاب کې وویل، د مالیې د کموالي د غوښتنې په صورت کې باید د توکو د بیو په اړه هم پایلې ته ورسېږو چې تاسو څو سلنه ګټه اخلئ. هغه زیاته کړه، د ځمکې درکولوکې ستونزه نه لرو، خو له مشخص وړاندیز سره راشئ چې په کوم ترتیب او شرایطو ځمکه غواړئ.

محمداشرف غني صنعت او سوداګرۍ وزارت ته لارښوونه وکړه چې واضح نظارتي میکانیزم دې ایجاد او اصلي شرکتونه دې تفکیک شي. همدارنګه دې کرنې وزارت د اصلاح شویو تخمونو تولیدونکو سره د داسې پروګرام په اړه نتیجې ته ورسېږي چې په درې کالو کې د تولید اندازه ۵۰ زره ټنه ته ورسېږي.

جمهوررئیس وویل، د مرغدارۍ خصوصا د چرګوړو د تولید او خوراکې برخه کې پانګونه زیاته کړئ. هغه زیاته کړه، په ګمرکونو او بندرونو کې د مدیریت او امنیت له پلوه اساسي بدلون راځي او مالیې وزارت باید د اسنادو د پړاوونو بشپړولو پروسه لا اسانه کړي.

جمهوررئیس غني په پای کې د خصوصي سکتور له استازو څخه وغوښتل چې د کلیو او ولسوالیو د ثبات، هلته د شغلونو د ایجاد او له ځمکو څخه د موثرې استفادې په موخه ورسره خپلې طرحې شریکې کړي.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS