د پل چرخي له صنعتي پارک  څخه لیدنه

reza_admin
Tue, Oct 05 2021 8:59 AM
د پل چرخي له صنعتي پارک  څخه لیدنه

یکشنبه:د تلې۱۱مه ۱۴۰۰

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي، په پل چرخي صنعتي ښارګوټي کې د تولیدي فابریکو څخه د لیدنې پرمهال، د افغانستان د صنایعو او معادنوخونې مشرتابه او د صنعتکارانو سره د یادې خونې په مرکزي دفتر کې وکتل،په دې لیدنه کې د صنعت سکتور پروړاندې د ستونزو او ننګونو په هکله خبرې ترسره شوی.

په پیل کې  د کابل د صنعت او کانونو خونې سرپرست ښاغلي حاجي ظریف ګل ځدران ،ښاغلي عزیزي او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ  وویل چې صنعتکاران ژمن دي چې د کورني صنعت ودې او د سوکاله افغانستان لپاره هلې ځلې جاري وساتي ،په هیواد کې به د صنعت ودې او پراختیا لپاره خپلې هڅې ونه سپموي.

ورپسې د افغانستان د صنایعو او کانونو د بورډ رییس ښاغلي شیرباز کمین زاده، د افغانستان صنایعو د ټولنې رییس ښاغلي عبدالجبار صافی او یوشمیر نورو صنعتکارانو ،د صنعت کارانو پر وړاندې پر ستونزو او ننګونو دیادونې ترڅنګ وویل چې د صنعتي سکتور ملاتړ پرته به افغانستان ونشې کولاي ترڅو اقتصادي سوکالی  ترلاسه کړي

په دې ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي د خپلو خبرو پرمهال وویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت کارانو پروړاندې د شته ستونزو حل لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی اود صنعت کارانو  سره په مشوره هڅه کوي ترڅو لازمې د حل لارې ورته ومومې.

 ښاغلي عزیزي ټینګار وکړ چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت به د صنعت کارانو سره  ګډې تخنیکي کمیټې په جوړولو هغوي سره له نږدې کار وکړي او د ستونزو پیژندلو پرمهال به ورته د حل لاري پیدا او عملي کیدو لپاره به يې اقدام وکړي.

په پای کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر، د صنعتکارانوپه شتون کې، له یو شمیر فابریکو څخه لیدنه وکړه او د صنعت په ډګر کې شوې لویې پانګوونې یې له نږدې څخه وستایلې.

یاده دې وي  چې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر لخوا په کابل او د هیواد لویو ولایتونو کې د شته تولیدي فابریکو د لیدلولړۍ دوام لري.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS