وزیرانو شورا د اقتصادي بورد د پنځمې ګڼې د (۶ او ۷) فقرې د پریکړې د پلی کیدلو لومړۍ غونډه

شنبه د سلواغې ۲۳مه
د وزیرانو شورا د اقتصادي بورد د پنځمې ګڼې د (۶ او ۷) فقرې د پرېکړې د تطبیق لومړۍ غونډه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ د معادنو او اقتصاد وزارت د استازو په ګډون جوړه شوه.
د کانونو او اقتصاد وزارتونو د پورتني قرارداد د (۶ او ۷) فقرې د تطبیق د څرنګوالي په اړه راپور وړاندې شو او د بهسودو د مرمر ډبرو د لومړۍ برخې د (۱ او ۲)معادنو د بلاکونود کیندنې د میکانیزم ، دمیدان وردګو ولایت د دایمیرداد د (۳) بلاک او د بدخشان ولایت د لاجوردو باندې تخنیکې بحث ترسره شو
پریکړه وشوه چې ترڅو په راتلونکې غونډه کې د د کانووزارت ۵ تنه او د اقتصاد وزارت ۳ تنه فنی متخصیصین ګډون وکړي او د لاجوردو ډبرو په میکانیزم خبرې وکړي.
د وزیرانو د عالی شورا د اقتصادی بورد (۶) ګڼه پریکړه لیک؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ د کانونو او اقتصاد وزارتونو یوې ځانګړې کمېټې ته لارښوونه شوې چې د هېواد د څلورو سترو کانونو د داوطلبۍ د څرنګوالي په اړه تخنیکي څېړنه وکړي اوخپلې موندنې او وړاندیزونه د اقتصادي کمیسیون غونډې ته وړاندې کړي.