وزیرانو شورا د اقتصادي بورد د پنځمې ګڼې د (۶ او ۷) فقرې د پریکړې د پلی کیدلو لومړۍ غونډه

reza_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۳ - ۱۴:۱۸
اولین جلسه‌ی وزیرانو شورا د اقتصادي بورد د پنځمې ګڼې د (۶ او ۷) فقرې د پریکړې د پلی کیدلو لومړۍ غونډهتحقق فیصله‌ی بند شماره (6 و 7) مصوبه‌ی شماره پنجم هیئت اقتصادی شورای وزیران

شنبه د سلواغې ۲۳مه

د وزیرانو شورا د اقتصادي بورد د پنځمې ګڼې د (۶ او ۷) فقرې د پرېکړې د تطبیق لومړۍ غونډه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ د معادنو او اقتصاد وزارت  د استازو په ګډون جوړه شوه.

د کانونو او اقتصاد وزارتونو  د پورتني قرارداد د (۶ او ۷) فقرې د تطبیق د څرنګوالي په اړه راپور وړاندې شو او د بهسودو د مرمر ډبرو د لومړۍ برخې د (۱ او ۲)معادنو د  بلاکونود کیندنې د میکانیزم ، دمیدان وردګو ولایت د  دایمیرداد د (۳) بلاک او د بدخشان ولایت د لاجوردو باندې تخنیکې  بحث ترسره شو

پریکړه وشوه چې  ترڅو په راتلونکې غونډه کې د د کانووزارت ۵ تنه او د اقتصاد وزارت ۳ تنه  فنی متخصیصین  ګډون وکړي او د لاجوردو ډبرو په میکانیزم خبرې وکړي.

د وزیرانو د عالی شورا د اقتصادی بورد (۶) ګڼه پریکړه لیک؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ د کانونو او اقتصاد وزارتونو یوې ځانګړې کمېټې ته لارښوونه شوې چې د هېواد د څلورو سترو کانونو د داوطلبۍ د څرنګوالي په اړه تخنیکي څېړنه وکړي اوخپلې موندنې او وړاندیزونه د اقتصادي کمیسیون غونډې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS