د افغان معیار دچرګانو له فارم څخه لیدنه

چهارشنبه: د وری ۱۰مه، ۱۴۰۱
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د دغه وزارت له یو شمېر رئیسانو په ګډون د افغان معیار د چرګانو له فارم او چرګانو د دانې د تولیدي فابریکې څخه لیدنه وکړه، د فارم له مسوولینو سره يې د کورنیو تولیداتو د زیاتوالې او د هیواد د ځان بسیاینې د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.
در عرصه تقویت تولیدات داخلی و چگونگی رسیدن افغانستان به خودکفایی با مسئولین فارم صحبت و گفتگو نمود.
په غه فارم ۷ میلیونه ډالره پانګونه شوې چې ۱۵۰ کسانو ته یې په مستقیم او ۵۰۰ کسانو ته يې په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده.
افغان معیار فارم په ۲۰۱۸ زیږدیزکال په ۱۰ جریبه ځمکه کې جوړشو او یو کال وروسته یې دچرګانو هګۍ، غوښه ،دانه او نورمحصولات د هېواد بازارونو ته وړاندې کړل.
دغه فارم د څلور سوه زره چرګانو د ساتلو وړتیا لري، دا مهال درې سوه زره چرګان لري چې دوه سوه زره چرګان يې هګۍ توليدوي او هره ورځ د هیواد بازارونوته له يو لک اتيا زرو څخه تر دوه سوه زره پورې هګۍ عرضه کوي.
د یادولو وړ ده چې د افغان د معیاري چرګانو فارم او دانې د تولید فابریکه په دوو مکروب ضد تونلونو سمباله ده او هم شنه ساحه لري،چې د فارم ساحې ته د خلکو او موټرو تر ننوتلو مخکې؛ هغوې ضدعفونی (د مکروب ضد) درملو سره وقایه کیږي.