په هېواد کې دتولیدي فابریکو دستونزو پرحل دصنعت او سوداګرۍ وزارت ټینګار

reza_admin
Mon, Apr 11 2022 1:33 PM
په هېواد کې دتولیدي فابریکو دستونزو پرحل دصنعت او سوداګرۍ وزارت ټینګار

دوشنبه: د وری ۲۲مه  ۱۴۰۱

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوی  قدرت الله جمال د صنعت او سوداګرۍ وزارت دغونډوپه تالار کې له یو شمېر فابريکه سره وکتل.

په دې غونډه کې فابریکه لرونکو د تولیدي فابریکو لپاره د مناسب ځای نه شتون ،په ډالرو دکرایې ورکول او د پاسپورتونو په ترلاسه کولو کې د ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

دوی وویل چې یو شمېر توکي په معیاري توګه  نه شي کولای په کرایې ځایونو کې تولید کړي دوی همداراز  د وزارت مشرتابه ته د خپلو فابریکو د لیدو بلنه ورکړه.

د صنعتي پارکونو او صنایعو رئیس  سیدعبدالعظیم قریشی  وویل، پخوا به ځمکې په خپل سرې ډول د روابطو پر بنسټ  اشخاصو او فابریکو لرونکو ته وېشل کېدې،چې اوس به موږ حق حقدار ته وسپارو،نوموړې زیاته کړه د ا.ا له صنعت کارانو څخه د بشپړ ملاتړ پالیسې لرې او هم فابریکه لرونکو ته د ځمکو د ویش لړۍ روانه ده هره فابریکه چې د ځمکې د ویش په ستراتیژۍ برابره وې هغوې ته به ځمکه وویشل شی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال ښاغلي مولوی قدرت الله جمال وویل د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اړونده چارو لپاره پلانونه او پروګرامونه تر لاس لاندې لري او  زیاته یې کړه چې دفابریکه لرونکو ټولو ستونزو ته به په وخت رسیدنه وشي .

ښاغلي جمال فابریکه لرونکو ته ډاډ ورکړ چې د وزارت دروازې  هر وخت ددوی پرمخ  خلاصې  دې او هیڅ ډول مرستې به ور څخه ونه سپموي.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS