نندارتونونه د هیواد د عوایدو لویه سرچینه

reza_admin
Sat, Jun 04 2022 5:14 PM
نندارتونونه د هیواد د عوایدو لویه سرچینه

شنبه :د جوزوا/سلواغې۱۴مه ۱۴۰۱

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د دې وزارت  نندارتونو د رئیس کاري پلانونه راپور واورید.

د دغه وزارت د نندارتونو رئیس ښاغلي احسان الله پذیر د دغه ریاست د ملکیتونو او دهغو څخه د عوایدو د راټولو د څرنګوالي په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې او ويې ويل، چې تېر کال دغه رياست څه باندې درې ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي، چې د دې  رياست د ۱۶ ګونو  تالارونو په ترلاسه کولو  سره به دا عواید د ۵ میلونه افغانیو څخه لوړشی .

نوموړي د دغه رياست د پلانونو، موخو، فعاليتونو، ستونزواو ننګونو  په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې او خپل وړاندیزونه يې د وزارت مشرتابه سره شریک، د کورنيو او بهرنيو نندارتونونو په جوړولو او د دايمي نندارتونونو د مرکزونو په جوړولو کې يې د وزارت له مشرتابه د ملاتړ غوښتنه وکړه.

نوموړدغه راز وويل، چې  په پام کې لري چې د بهار نو، فرهنګي او اقتصادي نندارتونونو په کابل، د لویدیځ زون سوداګریز نندراتون  په هرات  ، د ځان بسیایيې پرلور دخپلواکۍ  جشن نندارتون په کابل ، د شمال د بلخ زون سوداګريز نندارتون، د کندهار او  ننګرهار د کورنيو توليداتو او د محصولاتو نندارتونه په نږدې راتلونکې کې ترسره شي.

دصنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د یادو پلانونو د عملي کېدو په اړه وویل، چې همکاري، ګډې هڅې، ټیمې کار  یو له هغو ځانګړو مسایلو څخه دي، چې د ا.ا.ا  ورته ځانګړې پاملرنه کوي.

نندارتونونه د هیواد د عوایدو لویه سرچینه ده، خو د عوایدو لوړولو ترڅنګ، د شفافیت موضوع او په هیواد کې پانګونې ته د سوداګرو او پانګوالو هڅول د دغه وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS