محترم مولوي قدرت الله جمال د کندوز له والي سره وکتل

reza_admin
Tue, Jun 21 2022 4:44 PM
محترم مولوي قدرت الله جمال د کندوز له والي سره وکتل

سه‌ شنبه د غبرګولي ۳۱ نیټه ۱۴۰۱ کال 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوي قدرت‌الله جمال او ورسره پلاوي محترم ملا نیازمحمد واثق د معینیت اقتصادي سلاکار اومحترم  مطیع‌الله امید د ستراتیژۍ، پالیسۍ او پلان رئیس کندوز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، تېره ورځ د یاد ولایت والي محترم نثاراحمد نصرت سره وکتل.

په دې ملاقات کې چې د کندوز ولایت د امنیې قومندان  محترم قاری بختیار معاذ هم  حضور درلود؛ محترم نثاراحمد نصرت د کندوز ولایت ته د ښاغلي جمال له رتګ څخه خوښي څرګنده کړه او  د شیر خان بندر د اورګاډي پټلۍ رغول یې اړین یاد کړل او زیاته یې کړه چې د هیواد د اقتصاد په پرمختګ او د مالونو د انتقال په برخه کې به ګټوره تمامه شي.

د صنعت او سوداګرۍ چارو معین محترم مولوي قدرت‌الله جمال ټینګار وکړ او وویل چې د خصوصي سکتور د اسنادو طی مراحل باید په ټاکلي وخت سره تر سره شي او موږ تصمیم لرو چې  په ولایتونو کې صنعتي پارکونه جوړ کړو اوصنعت کارانو لپاره لا ډیرې اسانتیاوې برابرې کړو.

محترم قاری بختیار معاذ د کندز ولایت امنیې قومندان هم خبرې وکړې او د خصوصي سکټور د امنیت د ټینګښت څخه یې ډاډ څرګند کړ .

په اخر کې محترم مولوي قدرت الله جمال د کندز ولایت د صنعت او سوداګرۍ  رئیس محترم غلام حیدی زاده ته هدایت ورکړ تر څو د صنعت کارانو، سوداګرو او  متشبثینو ستونزې او وړاندیزونه هر وخت د ولایت له مقام سره شریکې کړي.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS