د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د صنعت اوسوداګرۍ وزارت مطبوعاتي کنفرانس

reza_admin
Tue, Mar 28 2023 3:32 PM
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د صنعت اوسوداګرۍ وزارت مطبوعاتي کنفرانس

سه شنبه مورخ 6 رمضان المبارک 1444 / 8 وری 1402

ښاغلي الحاج مولوی قدرت الله جمال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال،ښاغلي احسان الله فطرت د صادراتو د پراختیا رئیس، ښاغلي جواد دبیر د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس، او ښاغلي آخندزاده عبدالسلام جواد د صنعت اوسوداګرۍ وزارت ویاند د حکومت اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د ۱۴۰۱ ه ل مالي کال د فعالیتونو او لاسته راوړنې ګزارش د مطبوعاتي کنفرانس  له لیاری  رسنیو سره شریک کړل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي الحاج مولوی قدرت الله جمال وویل په تیر یو کال کی د افغانستان اسلامي امارت په دې وتوانیده چې د لومړی ځل لپاره د افغانستان صادرات د ۲ میلیارده ډالرو ارزښت ته ورسوی، دا یوه بی ساری او تاریخي لاسته راوړنه ده . که د سږ کال ارقام له ۱۴۰۰ کال په پرتله (۱۳۵ ٪ )ډیر شوی، او که له ۱۳۹۹ کال سره یی مقایسه کړو نو په (166٪)  ډیروالی ښیې.

 ښاغلي جمال وویل د افغانستان اسلامي امارت مثبت اقدامات او اجرات د تجارت په سکتور کې نور مثبت تاثیرات هم درلودلې، لکه په پولې ثبات باندې مثبتې اغیزې، د کاري فرصتونو رامنځته کول او د عوایدو په راټولو کی شفافیت او زیاتوالي.

ښاغلي جمال وویل په وروستي یو کال کې د ۹۲۵ میلیون، ۴۹۳ زرو، ۶۲۹ ډالرو په ارزښت د سکرو ډبری، مالوچ، ممیز، انجیر، انګور، رومي بانجان، تور زنغوزي، او پیاز پاکستان، هند، اوزبکستان، تاجکستان، عربی متحده امارات، چین، ایران، عراق، ترکیه او قزاقستان هیوادونو ته صادر شوی دی.

همداراز د دی وزارت چارواکي وویل د صنعت او سوداګری وزارت غواړی د صادراتو د معیاری کولو او لا زیاتوالې لپاره د کابل په شمول د هیواد په ۵ زونونو کې د صادراتو د پروسس مرکزونه رامنځته کړی، چې په لومړی پړاو کې د هیواد په مرکز کابل کې ددی زون د رامنځته کولو لپاره بودیجه هم ځانګړی شوی.

ښاغلي جمال وویل د تجارت په برخه کې یوه مهمه موضوع چې اسلامي امارت ورته پاملرنه کړی ده، هغه له ګاونډیو او د افغانستان له سوداګریز شریکانو سره همکاري او همغږي ده. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه له ټولو ګاونډیو هیوادونو سره خصوصا له ایران پاکستان روسیه چین ازبکستان ترکمنستان  هیوادونو سره سوداګریز مذاکرات او سفرونه کړی.

ښاغلي جمال وویل د صنعت په برخه کې د صنعت او سوداګری وزارت یو له مهمو موخو څخه د صنعتی پارکونو ایجاد، رغونه او د ځمکو توزیع ګڼل کیږی، د دی موخو د لاسته راوړلو لپاره یاد وزارت ډیر هاند او هڅه کړي.  اوس مهال په افغانستان کې (۵۱) صنعتی پارکونه شتون لری، چی له دي جملې څخه (۱۴) پارکونه فعال ساتل شوی دی، او هڅی روانی دی چی په فعاله او غیر فعاله پارکونو کې داخلي او بهرني پانګوال راجلب کړو.

د پانګونی په برخه ښاغلی جمال وویل چی وزارت توانیدلی ده  چې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته یو ډاډمن او با ثباته فضا  رامنځته کړی. بهرنی پانګوالوته  آسانتیاوی رامنځته شوی دی، او د لومړي ځل لپاره د کابل په نړیوال هوایی ډګر کې یو خدماتی ډسک جوړ شوی چې د دی خدماتي ډسک له لیارې د ویزې او نورو اړین خدمات وړاندی کیږی، چې په تیر یو کال کی تقریبا ۱۰۰ بهرنی پانګوالو له همدی ډسک څخه ویزی تر لاسه کړی دی.

د جوازونو په اړه باید وویل شي چې په دی وروستی یو کال کې ۵۱۰۰ جوازونه وېشل شوی، ۷۲۲۸ جوازونه تمدید او ۳۳۳ جوازون لغو شوی دی.  او همداراز  د ۷۰۰۰ ټوکو په اندازه سوداګریز یا تجارتی  پاسپورتونه ويشل شوی دی.

د بودیجي دمصرف په برخه کې ۳۴۱ میلیونه ، ۶۰۳ زره او ۱۹۱ افغاني عادي بودجه، او ۱۵ میلیونه او  ۵۰۰ زره افغاني پراختیایې بودجه دی وزارت ته ځانګړی شوی وو چې د یاد ارقامو له مجموعي  څخه ۸۳،۳ سلنه يې مصرف شوی دي.

د یادونې وړ ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو ګزارش د ( سوداګرۍ، صنعت، پانګونه، د کاربار چاپیریال رامنځته کول، او مالي ) برخو کې وړاندي شو او په پای کې مسئولینو د خبریالانو او ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS