له اتمن ګوګړ ګړو فابریکې څخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال لیدنه
سه شنبه مورخ ۱۰ ربیع الاول ۱۴۴۵ / ۴ تله ۱۴۰۲
ښاغلي قدرت الله جمال داتمن ګوګړ فابريکې له مشرتابه مننه وکړه چې کوردننه دننه يې پانګونه کړې.
همدا راز يې دهيواد صنعتکاران او سوداګر په هيواد کې دننه پانګونې ته وهڅول ،همدا راز يې له داخلي صنعت کلک ملاتړ وښود.
د اتمن ګوګړ فابريکې مشر زياته کړه ، په اتمن ګوګړ فابريکې کې به 100 کاريګرو ته په مستقيمه توګه د کار زمینه برابره کړل شوې ده ،په غير مستقيمه توګه تر 1000 زياتو هيوادوالو ته د کار زمينه برابره کړل شوې ده.
ښاغلي جمال له هيوادوالو وغوښتل ،چې خپل داخلي توليدات وکاروي ، همدا راز يې له رسنيو هم وغوښتل چې داخلي توليداتو ته تبليغات وکړي.
په پای کې يې له خپلو صنعتکارانو دا وغوښتل چې د خپلو تولیداتو کیفیت ښه او معياري کړي ، ترڅو له خارجي توليداتو سره په بازار کې سيالي وکړي.