هیواد ته بیا راستنیدونکو افغانانو سره د مرستې په موخه بیړنۍ ناست

چهار شنبه مورخ ۸ جمادی الاول ۱۴۴۵ / ۱ لیندی ۱۴۰۲
د پروان ولایت د خصوصي سکتور سره هیواد ته د بیا راستنیدنکو هیوادوالو سره د مرستې په موخه بیړنې غونډه په پروان ولایت کې ترسره شوه .
په یاده ناسته کې د خصوصي سکتور مختلفو برخو ژمنه وکړه چې په څو راتلونکو ورځو کې به خپل نقدی او غیر نقدي مرستې په پروان ولایت کې ټاکل شوي کمیتې ته وسپاري.
د یادونې وړ ده چې دا ناسته د پروان ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست په ابتکار د پروان ولایت د مرستیال ښاغلي مفتی محمد ادریس انوری په مشرې د یاد ولایت په انګړ کې ترسره شوه.